د معمار پرس د خبر له مخې: د «گلوبل ایکسپرین» سازمان په یوه رپوټ کې دغه خبره کړې ده چی افغانستان د بیان د ازادۍ له اړخه په نازک حالت کې دی او د ۱۶۱ هېوادونو په منځ کې ۱۵۵م ځای لري. د سرچينې په وينا، په تېرو پنځو کلونو کې – له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۳ – افغانستان د بيان د ازادۍ په درجه بندۍ کې ۴۷ درجې راښکته شوی دی. د بیان د ازادۍ د ارزښتونو درجه بندي همدا راز زیاتوي چې افغانستان، سوریه، چین او میانمار دوه نمرې لري، په داسې حال کې چې ډنمارک د ۹۵ نمرو په لرلو سره مخکښ دی. د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ۱۹.۹ نمرو په لرلو سره د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۲۶ درجې راښکته شوی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8744
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8744
منتشر شده در ۱۵:۰۱ - جوزا ۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email