افغانستان کې د ۲۴۰۰ څخه د زیاتو بهرنیو اتباعو تګ او راتګ ثبت سوی

د طالبانو د احصائیې او معلوماتو ادارې ویلي چې د روان کال د قوس په میاشت کې د ۲۴۹۸ بهرنیو اتباعو تګ او راتګ په افغانستان کې ثبت سوی دی.
افغانستان کې د ۲۴۰۰ څخه د زیاتو بهرنیو اتباعو تګ او راتګ ثبت سوی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د احصائیې او معلوماتو ادارې ویلي چې د روان کال د قوس په میاشت کې د ۲۴۹۸ بهرنیو اتباعو تګ او راتګ په افغانستان کې ثبت سوی دی.

د احصائیې او معلوماتو ادارې خبر ورکړی چې د روان کال په قوس میاشت کې د ۱،۳۲۰ بهرنیو اتباعو راتګ، چې په کې ۴۳ ښځې هم شاملې وې، او د ۱،۱۷۸ کسانو تګ، چې په کې ۲۶ ښځې شاملې وې، ثبت سوی دی.

د راغلو کسانو له جملې، ۱،۳۰۵ تنه د ځمکنیو سرحدي تګلارو له لارې او ۱۵ تنه د هوایي ډګرونو له لارې افغانستان ته داخل سوي دي. ویل سوي چې ۱۹۶ کسان د تاریخي او لرغوني ځایونو د لیدو لپاره راغلي او پاتې نور د کار لپاره هېواد ته راغلي دي.

د بهرنیو اتباعو ډېره برخه، چې شمېر یې ۹۱۹ تنه دی، د نیمروز د سرحدي تګلارې له لارې افغانستان ته داخل سوي دي. همدارنګه ۳۰۸ تنه د هرات د ځمکنۍ تګلارې او هوایي ډګر له لارې، او پاتې نور د آقینه فاریاب، حیرتان د سرحدي تګلارو او د بلخ هوایي ډګر له لارې هېواد ته داخل سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x