افغانستان په پرله پسې ډول د څلورم ځل لپاره د شانګهای له سرمشریزې غونډه څخه محروم شو

افغانستان په پرله پسې ډول د څلورم ځل لپاره د شانګهای له سرمشریزې غونډه څخه محروم شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشران د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو (د سرطان ۱۳مه او ۱۴مه) د دغه سازمان په ۲۲مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې سره راغونډ شول. دا په داسې حال کې ده چې د څلورم پرله پسې کال لپاره په دې غونډه کې د افغانستان له لوري کوم استازی نه و. د شانګهای په غونډه کې د افغانستان نه ګډون په نړیواله ټولنه کې د طالبانو مخ پر زیاتیدونکي انزوا په ګوته کوي. دغه ډله چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته واک په لاس کې لري، خو تر اوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

بیشتر بخوانید:  د ناټو عمومي منشي: د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه نازک پړاو ته داخله شوې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x