افغانستان په شلو اوریزه سیالۍ کې قطر ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، د یوې نړیوالې شل آوره سیالۍ په ترڅ کې، د قطر ملي لوبډله د دوحې په «آسیا ټاون» لوبغالي کې د ۲۵ منډو په توپیر ماته کړه.
افغانستان په شلو اوریزه سیالۍ کې قطر ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سه‌شنبې په ماښام، د یوې نړیوالې شل آوره سیالۍ په ترڅ کې، د قطر ملي لوبډله د دوحې په «آسیا ټاون» لوبغالي کې د ۲۵ منډو په توپیر ماتې کړه. افغانستان د لوبې د پچې له ګټلو وروسته، لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ آورونو کې یې ۱۴۹ منډې جوړې کړې.

د لوبې ستوری رسولي وو، چې له ۳۷ بالونو څخه یې ۶۶ منډې جوړې کړې، پکښې شپږ څلوریزې او څلور شپږیزې شاملې وې او د افغانستان د ټیم د ملا تیر وو. که څه هم د لوبډلې نور لوبغاړي په اسانۍ خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو د رسولی ځلیدونکی توپ وهنې د بریا هیلې ژوندۍ وساتلې. د قطر توپ اچوونکو هم ښه کارکردګي وکړه.

محمد زمان په څلورو آورونو کې درې ویکټې واخیستې او یوازې ۱۸ منډې یې ورکړې، چې د خپلې لوبډلې تر ټولو اغېزناک بالر وو. ویس احمد هم درې ویکټې واخیستې، چې له جملې څخه یې د افغان لوبغاړي اسحاق مهمه ویکټه ترلاسه کړه او د امتیازونو د چټک زیاتوالي مخه یې ونیوله.

په دویم پړاو کې، د قطر لوبډلې د موخې (۱۵۰ منډو) د پوره کولو هڅه وکړه، خو ونه توانېده او په پای کې یې د افغانستان په وړاندې لوبه وبایلله. دغې بریا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روحیه د راتلونکو لویو سیالیو لپاره پیاوړې کړې ده، او د لوبغاړو ښه کارکردګي د لا ډېر چمتووالي او هیلو څرګندونه کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x