افغانستان په شل‌اوره نړیوال جام کې د اماراتو پر وړاندې زړه‌راښکونکې بریا خپله کړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وکولای سول چې د متحده عربي اماراتو په ماتولو سره د شل‌اوره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړي.
افغانستان په شل‌اوره نړیوال جام کې د اماراتو پر وړاندې زړه‌راښکونکې بریا خپله کړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل‌اوره نړیوال جام په سیالیو کې د پنځو وېکټو په توپیر او یوازې د څلورو توپونو په پاتې کېدو متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه او په دې سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

دغه په زړه‌پورې لوبه د ارون جېټلي په لوبغالي کې ترسره سوه. د افغانستان لوبغاړو په منظمې لوبې او ګډو هڅو خپل سیال ټیم ته ماته ورکړه.
دا بریا نه یوازې د شل‌اوره نړیوال جام په تاریخ کې د افغانستان لومړۍ بریا ده، بلکې کولای سي د راتلونکو سیالیو لپاره هم د لوبډلې روحیه پیاوړی کړي.

کارپوهان او مینوال باور لري چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغانستان دا بریالۍ لوبه ښايي چې ملي لوبډله د اسیا له پیاوړو لوبډلو سره د سیالۍ بشپړه وړتیا لري او کولای سي په راتلونکو پړاوونو کې نورې بریاوې هم خپلې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x