د معمار پرس د خبر له مخې؛ د رویټرز په وینا، د ډونالډ ټرمپ لخوا د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو امر له امله، د ۴۰،۰۰۰ څخه زیاتو افغانانو لپاره امریکا ته الوتنې ځنډول شوې دي، چې ډیری یې د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIVs) لري. د کډوالو د ملاتړ ایتلاف مشر شاون ونډایور وویل چې د دې خلکو ډیری یې په افغانستان کې دي، پاتې نور یې په پاکستان، قطر او البانیا کې دي. هغه زیاته کړه چې د الوتنو دې ځنډ د هغو خلکو مخه نیولې چې د شل کلنې جګړې پرمهال یې د متحده ایالاتو لپاره کار کاوه. دا خلک د هغو الوتنو په تمه دي چې د امریکا په تمویل سره پلان شوي وو.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=118419
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 118419
منتشر شده در 2:57 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email