افغانستان له ترهګرو ډلو خوندي ځای؛ تورونه که حقیقت؟

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10136
۱ کال مخکی
شماره خبر 10136
منتشر شده در 5:09 ب.ظ

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د هېواد د خپلواکۍ د لمانځلو په مراسمو کې وویل چې پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز په دې مراسمو کې ټینګار وکړ چې د TTP موضوع باید د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سړو اړیکو لامل نه شی. هغه زیاته کړه: موږ له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو او هغوی ته زموږ پیغام دا دی چې دوی باید د خپل اوږدمهاله او مهربان ګاونډي په توګه د اسلامي هېواد پر وړاندې تحریک طالبان پاکستان ته ترجیح ورنکړي. او د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې له مونږ سره یو ځای شئ؛ لکه څنګه چې پاکستان تل ستاسو تر څنګ ولاړ دی. په همدې حال کې د امریکا د لویه جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې هم اعلان کړی چې طالبانو افغانستان د نړۍ په کچه د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل کړی دی. دغې کمېټې له هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو د درېیم کال په مناسبت په یوه بیانیه کې لیکلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې گومارل زیات شوی دی. د دغې کميټې په اعلاميه کې راغلي دي: اوس په خراسان کې د داعش تروريستي ډله په غوړيدو ده او طالبانو افغانستان د ټولې نړۍ د تروريستانو په امن پټنځاى بدل کړى دى. په هیواد کې د ترهګرو ډلو د شتون مسله یوه له مهمو مسلو څخه بلل شوې ده. د افغانستان د گاونډي په توگه پاکستان په دغه هيواد کې د طالبانو د پټنځايونو او تجهيزولو له سياست څخه جدي شکايت لري او تل يې غوښتي دي چې د TTP جنگيالو له ملاتړ څخه لاس واخلي. له بلې خوا نور حکومتونه هم په افغانستان کې د داعش له شتون څخه جدي اندېښمن دي. ځینې ​​په دې باور دي چې داعش په افغانستان کې تجهیز او گومارل کوي او د افغانستان او سیمې امنیت ته یو احتمالي ګواښ ګڼل کیږي. له بلې خوا په کابل کې د ایمن الظواهري وژنې دا فرضیه پیاوړې کړه چې طالبان له ځینو سخت دریځو ډلو سره اړیکې لري او یا یې لږ تر لږه هغوی ته پناه ورکړې ده. پر همدې بنسټ لوېدیځ چارواکي په دې باور دي چې د طالبانو له خوا د کابل په نیولو سره افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی او افغانستان او نړۍ ته جدي خطرونه متوجه دي. له همدې امله طالبان په دې تورن دي چې افغانستان یې له سخت دریځو ډلو خوندي ځای کړی او د ځان د خلاصون او هم د خپلو ګاونډیانو او سیمې د راضي کولو لپاره اوږده لاره لري. دغه هدف یوازې د ترهګرۍ پر وړاندې د جدي مبارزې او د سیمې له حکومتونو سره په هراړخیزه همکارۍ کې په عملي اقداماتو سره ترلاسه کېدای شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
بگرام
طالبان: د بګرام د سپارلو شایعات د پخواني دولت ناروغ تبلیغات دي
محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د بګرام هوایي اډې امریکا ته د سپارلو شایعات رد کړل او دا یې «د پخواني ناکام دولت د څېرو ناروغ تبلیغات» وبلل.
smartphones-1-1024x683
د افغانستان په پوهنتونونو کې د ځیرک موبایلونو کارول منع سول
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د نوې پرېکړې په اساس، د پوهنتونونو استادانو او له څلورم بست ټیټو کارکوونکو لپاره د ځیرک موبایلونو کارول منع اعلان کړل.
بحران-گرسنگی
د زلزلې او وچکالۍ تر سیوري لاندې په افغانستان کې بشري بحران زیاتوالی
وروستیو زلزلې او پرله‌پسې وچکالۍ د افغانستان بشري بحران لا زیات کړی، چې سلګونه زره خلک بې‌کوره کړي او د ژمي د نږدې کېدو سره سم د سرپناه، خوراکي توکو او پاکو اوبو عاجل اړتیا زیاته سوې ده.
akbar-kazemi-
اکبر کاظمي، د افغانستان د فوتسال ستوری، د ایران د غوره لیګ لوبډلې سره یوځای سو
اکبر کاظمي، د افغانستان مشهور فوتسال ستوری، د ایران د سن‌ایچ ساوه لوبډلې سره په غوره لیګ کې قرارداد وکړ.
آخرین اخبار مهم
بلجیم د طالبانو سره خبرو ته داخل سو
۴ ساعتونه مخکی
تاجیکستان ته د پوتین سفر د سیمې او افغانستان پر تحولاتو تمرکز لري
۱ ورځ مخکی
د طالبانو د احصائیې اداره: د ۱۴۰۴ کال په نیمایي کې له ۴۲ زرو ډېرې کاغذي تذکرې تصدیق سوې
۱ ورځ مخکی
سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو ډیپلوماتانو په بن کې د افغانستان قنسولګري بیا پرانېستې ده
۱ ورځ مخکی
افغانستان ته د لږ تر لږه زر کډوالو کورنیو ستنېدل
۱ ورځ مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، یکشنبه، د میزان 13
۱ ورځ مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (یکشنبه د 1404 کال د میزان 13)
۱ ورځ مخکی
افغانستان د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام مقدماتي سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې چمتو دی
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۱ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۲ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۲ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
افغانستان در روز جهانی دموکراسی؛ حاکمیت تک‌صدایی، خاموشی امید و بحران مشروعیت
نبود مشارکت مردمی، ممنوعیت آموزش زنان و سرکوب رسانه‌ها، کشور را از مسیر توسعه و مردم‌سالاری دور کرده و بحران مشروعیت را در درون نظام حاکم تشدید نموده است.
۳ اونۍ مخکی
1:14 ب.ظ