د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي چې میلیونونه کسان په افغانستان کې د ماینونو او نه چاودېدلو توکو تر سیوري لاندې ژوند کوي او هېواد لا هم د دې مرګونو وسایلو له خورا ککړو سیمو شمېرل کېږي. دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د عقرب میاشتې ۲۹مه، په خپاره سوي راپور کې لیکلي چې هره میاشت له ۵۰ څخه زیات ملکي وګړي د ماینونو او ناچاودو مهماتو په چاودنو کې وژل کېږي او ټپي کېږي، او اوس مهال څه باندې ۶،۴ میلیونه کسان په مستقیم ډول له دې خطر سره مخامخ دي.
په راپور کې راغلي چې له اګست ۲۰۲۱ تر مې ۲۰۲۳ پورې، یوناما درې زره او اووه سوه او څلور اویا (۳۷۷۴) ملکي تلفات ثبت کړي، چې درې پر څلورمه برخه یې د کورنیو لاسجوړو چاودېدونکو توکو له ناوړه او بېپروا کارولو، په ګڼمیشتو سیمو لکه ښوونځیو، بازارونو او جوماتونو کې رامنځته سوي. دغه ادارې چاودیدونکي توکي د افغانستان د ماشومانو د ټپي کېدو او مړینې تر ټولو لوی لامل بللی او ویلي یې دي چې یوازې په تېر میلادي کال کې ۵۴۳ ماشومان د دې چاودېدونکو موادو له امله وژل سوي یا ټپي سوي.
د راپور موندنې ښيي چې له هر ۱۰ ماشومانو څخه ۸ قربانیان هلکان دي، په داسې حال کې چې انجونې زیاتره د ښوونځیو په ضد بریدونو کې هدف کېږي. د ماشومانو د ژغورنې صندوق ټینګار کوي چې د چاودېدونکو توکو ککړتیا نږدې د هېواد د نفوس یوې پنځمې برخې په شمول د کډوالو ژوند اغېزمن کوي. د دې ادارې په وینا، «کمزوری روغتیايي سیستم او په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې نابرابر لاسرسی، زیانمنې ټولنې لا ډېر له خطر سره مخ کوي.» په راپور کې زیاته سوې چې یوازې په روان کال کې ۴،۴ میلیونه کسان په افغانستان کې د ماینپاکۍ او اړوندو خدمتونو اړتیا لري، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۵ سلنه ډېر سوی دی.



