افغانستان سره په همکارۍ او تعامل باندي د مرکزي آسیا ټینګار

د قزاقستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د منځنۍ آسیا د هیوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې ناستی کوربه توب وکړ؛ په دې ناسته کې پر اقتصادي همکارۍ د ټینګار او د طالبانو د ادارې تر لاندې د افغانستان د ثبات د تأمین په اړه خبرې وسوې.
افغانستان سره په همکارۍ او تعامل باندي د مرکزي آسیا ټینګار

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د قزاقستان هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د منځنۍ آسیا د هیوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې ناستی کوربه توب وکړ. دا ناسته د تماس د ډلې په چوکاټ کې جوړه سوې وه او پکښې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت او د همکاریو په  پراختیا ټینګار وسو.

د قزاقستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخي؛ ارکین توکوموف، د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازی ، د رغنده نظرونو د تبادلې او د طالبانو د ادارې سره د عملي همکارۍ د لارو چارو د موندلو ملاتړ کړي دي.

په دې ناسته کې د قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان استازو، له قزاقستان سره یو ځای، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د افغانستان له لارې د ترانزیټي او ترانسپورتي دهلېزونو پر غځولو خبرې وکړې، او د سیمې اړوند امنیتي موضوعات هم وڅېړل سول.

که څه هم د نیول سویو پرېکړو کره جزئیات نه دي خپاره سوي، خو ګډونوالو د مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ، څو په افغانستان کې ثبات پیاوړی او دوامداره پرمختګ ته زمینه برابره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x