د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړي باوری صندوق اعلان کړی ، چې ایټالیا دې بنسټ ته ۲.۴ میلیونه یورو مرسته کړې ده. د دې صندوق په وینا، د ایټالیا مالي مرسته به د افغانستان د کلتوري میراثونو په ساتنه، د انساني استوګنځایونو د ښهوالي او د اقتصادي حللارو د پیاوړتیا په برخه کې مصرف سي.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د جدی ۱۱ نیټه په خپور سوی پیغام کې، ۲۰۲۵ کال د افغانستان لپاره «د هيلي او مقاومت کال» بللی او ویلي دي چې په تیر کال کې یې شاوخوا یو میلیون اړمنو کسانو ته د بشردوستانه مرستو خدمات وړاندې کړي دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه همغږۍ دفتر خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. نوموړي بنسټ دغه بحران ته د رسیدګۍ لپاره د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده.
اقتصادي بحران ، د خوړو امنیتي ستونزې، وچکالي او ټولنیز محدودیتونه له هغو عواملو څخه دي چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو اړتیا نوره هم زیاته کړې ده.




