د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ پني وانګ، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر، ویلي دي چې حکومت به یې د افغانستان لپاره د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بشري مرسته ځانګړې کړي .
وانګ د سه شنبې په ماښام (۱۳ د دلو) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه مرستې د دې لپاره په نظر کي نیول سوی دي چې د افغانستان خلک وکولی سي له روان بحران څخه تیر سي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره ویلي دي چې دغه مرستې به په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو د ملاتړ او همدارنګه د خوړو د امنیت د تأمین لپاره ووېشل سي .
هغه زیاته کړې ده چې اسټرالیا به دغه مرستې د نړیوالو معتبرو ادارو له لارې هغو کسانو ته ورسوي چې واقعاً ورته اړتیا لري.
د راپورونو له مخې، د کابل د سقوط راهیسې د اسټرالیا ټولې بشري مرستې افغانستان ته ۳۱۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
همدارنګه، د راپورونو پر اساس، شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بیړنې بشري مرستو ته اړتیا لري.



