د “ښځو، سولې او امنیت” نړیوال سازمان (WPS) نوی راپور ښيي چې افغانستان اوس د ښځو د وضعیت له پلوه په نړۍ کې تر ټولو بد هېواد دی. د دغه راپور له مخې افغانستان د نړۍ د ۱۷۷ هېوادونو په کتار کې په ټيټ ځای کې دی. د “ښځو، سولې او امنیت” په نوم د سازمان د سږنۍ درجه بندۍ دوام ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ښځو ازادي په بې ساري ډول محدوده شوې ده. په دې موده کې طالبانو د تعلیمي او ورزشي مرکزونو دروازې د ښځو پر مخ وتړلې، په دفترونو کې یې د کار کولو حق ترې واخیست او حتی په جامو او تګ راتګ یې بندیزونه ولګول.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6646
۱ کال پیش
شماره خبر 6646
منتشر شده در ۱۱:۰۹ - عقرب ۷, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email