افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد اعلان سو

د یو تازه نړیوال راپور پر بنسټ، افغانستان د نړۍ په هغو اوو هېوادونو کې شمېرل کیږي چې د ښځو وضعیت پکښې تر ټولو خراب دی او لا هم د ښځو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی.
افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد اعلان سو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي، یو نړیوال راپور چې د امریکا د جورج‌تاون پوهنتون پورې تړلي څېړنیز مرکز له خوا ترتیب سوی، افغانستان یی د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد په توګه معرفي کړی دی.

په دغه راپور کې چې د ۱۸۸ هېوادونو د ښځو وضعیت یې ارزولی، افغانستان د جدول په سر کې ځای لري او وروسته یې نور هېوادونه لکه یمن، د افریقا مرکزي جمهوریت، سوریه، سودان، هایټي او برونډي په ترتیب سره راتلونکي درجي لري.

دا راپور د ښځو وضعیت د امنیت، عدالت ته د لاسرسي، ټولنیزې او اقتصادي ونډې، او د تاوتریخوالي په کچه ارزوي. د راپور له موندنو سره سم، په تېر یو کال کې، په هغو هېوادونو کې چې د ښځو وضعیت تر ټولو خراب دی، لکه افغانستان، هره پنځمه ښځه په خپل کور کې د تاوتریخوالي ښکار سوې ده.

د جمهوریت سقوط، د طالبانو له خوا پر ښځو د تعلیم، کار او ټولنیز فعالیت سخت محدودیتونه، او د هغوی سیستماتیک لرې کول له عامه صحنې، افغانستان د ښځو لپاره یو ناامنه او له تاوتریخوالي ډک چاپیریال جوړ کړی دی.

د ښځو د حقوقو فعالان خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره مؤثر اقدام ونه کړي، د ښځو د حقوقو بحران به په افغانستان کې لا پسې ژور سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x