افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د لوږې له تر ټولو سخت بحران سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د خپل لیدلوری په تازه راپور کې تر ۲۰۲۶ کاله اعلان کړی، چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د خورا جدي لوږې او خوراکي ناامنۍ له وضعیت سره مخامخ دي.
افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د لوږې له تر ټولو سخت بحران سره مخ دی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د خوړو نړیوال پروګرام په خپل نوي راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په لړ کې شامل کړی چې له سختې لوږې سره لاس‌وګرېوان دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله کېدای سي د لوږې بحران نور هم ژور سي، او تر بل کال پورې به له ۳۰۰ میلیونو څخه زیات کسان په ټوله نړۍ کې له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ وي. د خوړو نړیوال پروګرام د راپور پر بنسټ، افغانستان، فلسطین، الفاشر، سوډان، یمن، سوریه، سوېلي سوډان، د ختیځې افریقا ساحلي سیمې، د کانګو ډموکراتیکه جمهوریت، هایتي او نایجریا په تر ټولو بد حالت کې ځای لري.

راپور وړاندوینه کوي چې تر ۲۰۲۶ کال پورې به نږدې ۳۱۸ میلیونه کسان په بحراني یا تر هغه هم په خراب وضعیت کې ژوند وکړي؛ دا شمېر د ۲۰۱۹ کال په پرتله دوه چنده ډېر سوی دی. له دې ډلې، شاوخوا ۴۱ میلیونه کسان د بیړني یا له هغه هم د سخت وضعیت تر کچې رسېدلي دي. دغه بنسټ وايي که د اړتیا وړ منابع برابرې سي، نو یوازې ۱۱۰ میلیونو کسانو ته د خوراک مرستې رسولای سي، او د دې هدف د پوره کولو لپاره تر ۲۰۲۶ کال پورې ۱۳ میلیارده ډالرو بودجې ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x