افغانستان د نړۍ په کچه د بشري حقونو د کړکېچ په سر کې دی

د بشري حقونو له نظره، د ښځو وضعیت په افغانستان کې هغه حد ته رسېدلی چې نور یوازې د «بشري حقونو سرغړونه» نه بلل کېږي؛ بلکې د تبعیض یو منظم، سیسټماتیک او بنسټیز جوړښت رامنځته سوې دې ، چې د «جنسیتي جلا والي » په مفهوم سره سم تشریح کېدای سي.
افغانستان د نړۍ په کچه د بشري حقونو د کړکېچ په سر کې دی

د بشري حقونو له نظره، د ښځو وضعیت په افغانستان کې هغه حد ته رسېدلی چې نور یوازې د «بشري حقونو سرغړونه» نه بلل کېږي؛ بلکې د تبعیض یو منظم، سیسټماتیک او بنسټیز جوړښت رامنځته سوې دې ، چې د «جنسیتي جلا والي » په مفهوم سره سم تشریح کېدای سي. له زده‌کړې، کار، ټولنیز ګډون او حتی د نړیوالو بنسټونو په فعالیت کې محرومیت څرګندوي چې دا یوه هدفمنده تګلاره ده چې ښځې له عامه فضا څخه لیرې کړي، نه دا چې یوازې ځینې مهالويشي تصمیمونه یا لنډمهاله اقدامات وي .

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په جنوا کې د یو شپیتمې غونډې په پیل کې، آنالنا بربوک، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشره، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ښکاره خبرداری ورکړ. هغې د دوشنبې په ورځ، د حوت ۴مه، د افغانستان د بشري حقونو نقض د «نړۍ تر ټولو جدي بشري حقونو نقض» وګڼي او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو سره زغم او نرمښت هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.

بربوک د ښځو پر زدکړه او کار بندیز، حتی د ملګرو ملتونو په دفترونو کې، اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې ځینې خلک دا وضعیت د «جنسیتی جلا والي» په توګه ګڼي. هغې خبرداری ورکړ چې که ښځې – چې د نړۍ نیمایي نفوس جوړوي – په امنیت کې نه وي، نو هېڅ څوک به په امنیت کې نه وي. دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې په جنوا کې مطرح سوې او په سیاسي او بشري حقونو حلقو کې پراخه غبرګون پیدا کړی دی.

د آنالنا بربوک څرګندونې د لویدیځ د دیپلوماتیک ادبیاتو په برخه کې د طالبانو په اړه یوه مهمه پړاو ګڼل کېږي. تر دې وړاندې، ډېرو دولتونو او نړیوالو بنسټونو په احتیاط سره هڅه کوله چې د «کندهار طالبانو» او د «کابل طالبانو» ترمنځ توپیر وکړي؛ ګواکې د دې جوړښت یوه برخه د سمون او اصلاح وړتیا لري. خو د تېرو درېو کلونو تجربو ښودلې چې دا توپیر نه یوازې واقعیت په اساس نه دی، بلکې د ځورونکې تګلارو ته د جواز ورکولو لامل سوی دی.

د بشري حقونو له نظره، د ښځو وضعیت په افغانستان کې هغه حد ته رسېدلی چې نور یې یوازې د «بشري حقونو سرغړونه» نه بلل کېږي؛ بلکې د تبعیض یو منظم، سیسټماتیک او بنسټیز جوړښت رامنځته سوې دې ، چې د «جنسیتي جلا والي » په مفهوم سره سم تشریح کېدای سي. له زده‌کړې، کار، ټولنیز ګډون او حتی د نړیوالو بنسټونو په فعالیت کې محرومیت څرګندوي چې دا یوه هدفمنده تګلاره ده چې ښځې له عامه فضا څخه لیرې کړي، نه دا چې یوازې ځینې مهالويشي تصمیمونه یا لنډمهاله اقدامات وي .

له سیاسي اړخه، د بربوک خبرې یوه روښانه پیغام لري: د طالبانو سره د نرم چلند او زغم تګلاره ناکامه سوې ده. دا ناکامي نه یوازې د بشري حقونو په وضعیت کې د ښه والي سبب سوې نه دي، بلکه طالبانو ته دا پیغام ورکړی چې دوی کولای سي پرته له جدي نړیوال لګښت څخه، سختدریځي تګلارې پرمخ یوسي. له همدې امله، له دې تګلارې څخه د مشروعیت ورو ورو کمېدل د نړیوالې کچې په فکري بهیر کې د بدلون نښه بلل کېږي؛ داسې بدلون چې کولای سي د ډیپلوماتیک، حقوقي او حتی اقتصادي فشارونو لپاره زمینه برابره کړي.

په ټولنیزه کچه، له عامه ژوند څخه د ښځو سیستماتیک ایستل داسې پایلې لري چې یوازې تر افغانستان پورې محدودې نه دي. دا وضعیت په سیمه او نړۍ کې د نورو سختدریځو ډلو لپاره یوه خطرناکه بېلګه رامنځته کوي؛ داسې بېلګه چې ښايي د دین یا ایډیولوژۍ له سخت دریځه تفسیرونو څخه په ګټې اخیستنې سره د ټولنې نیمایي برخه څنډې ته کښینول سي، او بیا هم په نړیوال نظام کې په غیرمستقیم ډول منل کېږي.

په پای کې، د آنالنا بربوک هغه مهمه جمله — «که ښځې خوندي نه وي، هېڅوک به خوندي نه وي» — یوازې اخلاقي شعار نه دی، بلکې یو امنیتي ـ سیاسي ارزونه ده. هغه ټولنه چې د خپل نفوس نیمایي برخه پکښې تر فشار او ځپنې لاندې وي، نه به کورنی ثبات ولري او نه به د نړیوالې ټولنې لپاره یو د باور وړ شریک واوسي. له همدې امله د افغانستان موضوع نور یوازې یوه کورنۍ کړکېچ نه دی؛ بلکې د بشري امنیت، بشري حقونو او نړیوال نظم په برخه کې یو نړیواله ننګونه ده چې له پامه غورځول یې د دې هېواد له پولو هاخوا لګښتونه او پایلې لرلای سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x