د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ نړیوال څېړنیز بنسټ په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ د شپږو تر ټولو ناامنو هېوادونو په کتار کې راوستی دی. د دې راپور پر بنسټ، له افغانستان وروسته یمن، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، سوډان، روسیه او د جګړې ښکېل اوکراین د نړۍ تر ټولو ناامنه هېوادونه پېژندل سوي دي.
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ ویلي، سره له دې چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته وسلهوالې نښتې کمې سوې دي، خو کمزوری حکومتولي او پراخ بشري بحرانونه په افغانستان کې سیاسي بېثباتۍ ته لمن وهي.
د راپور هغه معلومات چې د شنبې په ورځ، د جدي په شپږمه، خپاره سوي ښيي چې افغانستان په جنوبي اسیا کې تر ټولو ناامنه هېواد دی. دې بنسټ، وسلو ته د غیرمسوولو ډلو او افرادو اسانه لاسرسی، د تاوتریخجنو جرمونو لوړه کچه، سیاسي بېثباتي او د کورنیو او بهرنیو کډوالیو پراخه څپه، د افغانستان د سولېیزو هېوادونو په تر ټولو ټیټه درجه کې د ځای پر ځای کېدو اصلي لاملونه بللي دي.
په راپور کې د ناامنۍ مفهوم یوازې تر وسلهوالو نښتو محدود نه دی، بلکې د سولې معیار د ټولنیز خوندیتوب، د کورنیو او بهرنیو شخړو کچې او د دولتونو د پوځي کېدو د درجې پر بنسټ ارزول سوی دی. همدارنګه، بنسټیزو خدمتونو ته د وګړو لاسرسی د ټولنیزې سولې له مهمو شاخصونو څخه ګڼل سوی دی.
د راپور له مخې، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان روغتیایي نظام له جدي بحران سره مخ دی. د روغتیا نړیوال سازمان سږ کال اعلان کړی چې د بودجې د کموالي له امله یې په افغانستان کې خپل خدمتونه ۸۰ سلنه راکم کړي دي. د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ ټینګار کړی چې د نړیوالو مرستو کمښت په هېواد کې روان بحران لا پسې ژور کړی دی.
په همدې حال کې، افغانستان د نړۍ له هغو څلورو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډېر کډوال لري. په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴ کال له نیمایي وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره ثبت سوي له نیمایي څخه ډېر کډوال یوازې د افغانستان، سوریې، اوکراین او ونزوېلا پورې تړاو لري.
سره له دې چې د کابل له سقوط وروسته پراخې جګړې پای ته رسېدلې دي، خو د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي، د طالبانو له لوري د ځورونې له وېرې او پر ښځو د زدهکړې او کار سختو محدودیتونو له امله، ډېری افغانان د کډوالۍ لاره غوره کوي.
همدارنګه، له پاکستان سره د طالبانو ترینګلتیا د دې لامل سوې چې میلیونونه افغان کډوال له دغه هېواده وشړل سي؛ په داسې حال کې چې د نړیوالو سازمانونو په وینا، د افغانستان روغتیایي، خدماتي او اقتصادي نظام د دومره ډېرو بېرته راستانه سوو کډوالو د جذب توان نه لري.
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د ارزونې له مخې، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د انساني سولې او امنیت له پلوه د نړۍ د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې ۱۵۸م ځای لري.
په راپور کې همدارنګه راغلي چې افغانستان او اوکراین د تاوتریخوالي تر ټولو لوړ اقتصادي لګښت د ناخالص کورني تولید د سلنې له مخې زغملی دی؛ داسې چې په دواړو هېوادونو کې دا لګښت د ناخالص کورني تولید له ۴۰ سلنې څخه زیات دی.
د سولې نړیوال معیار چې هر کال د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ لهخوا چمتو کېږي، د نړۍ د سولې او امنیت د وضعیت د ارزونې له تر ټولو باوري معیارونو څخه ګڼل کېږي. د دې راپور له مخې، آیسلنډ، ایرلنډ، نیوزیلنډ، اسټرالیا او سویس په ترتیب سره د نړۍ د سولې او امنیت په لومړي تر پنځم ځایونو کې قرار لري.




