د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د یوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو شدیدو بشردوستانه بحرانونو سره مخ دی او میلیونونه وګړي د ژوند د دوام لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر زیاته کړې چې د سته اټکلونو له مخې، د افغانستان نږدې نیمایي نفوس پر بشردوستانه مرستو متکي دي.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیل راهیسې تر دې دمه، شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغان وګړي د سیمې له هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه سوي دي؛ داسې راستانه سوي کسان چې ډېری یې له سختو اقتصادي شرایطو، د سرپناه له کمښت، روغتیايي خدمتونو او د معیشت له فرصتونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې پر روغتیايي مرکزونو زیاتېدونکی فشار، د پولیو ناروغۍ دوامداره خپرېدل، کورنۍ بېځایه کېدل او بې ثباته اقتصادي وضعیت، د خلکو د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
دې ادارې ټینګار کړی چې راستانه سوې کورنۍ، ښځې، ماشومان او لوړ عمر لرونکي د ټولنې له تر ټولو زیانمنونکو قشرونو څخه شمېرل کېږي او که نړیوالې مرستې راکمې یا بندې سي، په هېواد کې د بشري ناورین د لا شدیدېدو خطر به په جدي توګه زیات سي.
تر دې وړاندې، د سور صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) هم خبرداری ورکړی وو چې د لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، طبیعي پېښو او د اقلیمي بدلون پایلو، په افغانستان کې د میلیونونو خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. نړیوالو بنسټونو په وار وار ټینګار کړی چې د بشردوستانه مرستو د بودجې کمېدل کولای سي د اړمنو کورنیو لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.



