افغانستان د میانمار، سوریې، نیپال او عمان سره د ۲۰۲۶ اسیا ملتونو جام انتخابی سیالیو کې په یوه ډله کې سو

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلن ملي ټیم د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام په انتخابي سیالیو کې په G ډله کې د میانمار، سوریې، نیپال او عمان د ټیمونو سره هم‌ګروپ سو. او خپلې ټولې لوبې به په تووانا لوبغالي، یانګون – میانمار کې ترسره کړي.
افغانستان د میانمار، سوریې، نیپال او عمان سره د ۲۰۲۶ اسیا ملتونو جام انتخابی سیالیو کې په یوه ډله کې سو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د کوالالامپور په قرعه‌کشي کې، د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلن ملي ټیم په G ډله کې ځای په ځای سو او د دې ډلې څلور آسیایي سیالان میانمار، سوریه، نیپال او عمان دي. د اسیا فوټبال کنفدراسیون د قواعدو له مخې، یوازې د هرې ډلې لومړنی ټیم کولای سي د ۱۷ کلنو لاندې د اسیا ملتونو جام وروستی پړاو ته ولاړ سي.

دغه سیالۍ د دویم ځل لپاره په سعودي عربستان کې ترسره کیږي او افغانستان باید د خپلې ډلې په سیالیو کې له څلورو سیالانو څخه مخکې ځای ونیسي ترڅو په وروستی پړاو کې برخه واخلي. د افغانستان ځوانو ملي لوبغاړو میانمار ته د سفر مخکې، په کابل کې د کورنیو او بهرنیو روزونکو تر نظر لاندې د چمتو والي تمرینونه ترسره کړي.

دغه روزنیز کمپ د تخنیکي، تاکتیکي تمرینونو او نظریاتي غونډو څخه جوړ وو، څو لوبغاړي د سیالیو لپاره بشپړ چمتو سي. د افغانستان فني ټیم هیله لري چې د ځوان او انرژي ډک ترکیب سره به وکولی سي په دې سیالیو کې د پام وړ پایلې ترلاسه کړي.

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلن ملي ټیم د سیالیو مهالویش:

• ۱ قوس ۱۴۰۴ – د کابل په وخت ۱۴:۰۰: افغانستان – میانمار • ۵ قوس ۱۴۰۴ – د کابل په وخت ۱۷:۰۰: افغانستان – سوریه • ۷ قوس ۱۴۰۴ – د کابل په وخت ۱۷:۰۰: افغانستان – نیپال • ۹ قوس ۱۴۰۴ – د کابل په وخت ۱۷:۰۰: افغانستان – عمان

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x