د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، له ۴.۵ میلیونو زیات افغان مهاجر په جبري توګه افغانستان ته راستانه سوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه راپور کې راغلي چې د جبري ستنیدو بهیر د افغانستان د سختو اقتصادي، بشري او اقلیمي بحرانونو په حال کې روان دی، او د راستنیدونکو خلکو د جذب ظرفیت خورا محدود دی.
امنیت شورا ټینګار کړی چې د راستنیدونکو اړتیاوو ته مؤثره رسیدنه د جدي ستونزو سره مخ ده؛ د طالبانو لخوا د ښځو پر فعالیتونو سخت محدودیتونه، په ځانګړې توګه د بشري مرستو ادارو د ښځینه کارکوونکو مخه نیسي، چې د زیانمنو کورنیو ملاتړ او مرستو رسولو کې خنډ جوړوي.
دغه شورا یو ځل بیا د افغان کډوالو د کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د جبري اخراج اصل (Non-refoulement) رعایت کړي، او په عین وخت کې له طالبانو غوښتنه سوې چې پر ښځو او بشري فعالیتونو محدودیتونه لغو کړي څو مرستې په مؤثره توګه اړمنو ته ورسېږي.



