افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د پاکستان پر ضد رسمي شکایت وکړ

نصیراحمد فایق، په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازی ، ویلي دي چې د پاکستان د هوایي بریدونو او د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په اړه د افغانستان رسمي شکایت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته سپارل سوی دی.
افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د پاکستان پر ضد رسمي شکایت وکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی ، د دوشنبې، د حوت ۴ مه، په ایکس ټولنیز شبکه کې لیکلي چې د افغانستان رسمي شکایت د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه، چې د دغه هېواد پر خاوره د ۲۰۲۶ کال د فبروري له ۲۱ څخه تر ۲۲ پورې سوي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې سوی دی.

هغه ټینګار کړی: «موږ د دغو سرغړونو د سمدستي بندېدو، د عاملانو د حساب ورکولو، د هېواد د ملي حاکمیت د درناوي، د ملګري ملتونه د منشور او د نړیوالو حقونو د بشپړ رعایت غوښتنه کوو.»

د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ د شنبې په شپه د ننګرهار ولایت او پکتیکا ولایت په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

ویل کېږي چې په ننګرهار ولایت کې ۱۷ کسان، چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو، وژل سوي او په وژل سویو کې ۱۱ ماشومان هم شامل دي. په پکتیکا کې هم یو استوګنیز کور او یوه دیني مدرسه په نښه سوې، خو د راپورونو له مخې هلته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

پاکستان اعلان کړي چې دغه بریدونه د خپلې خاورې دننه د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په ځواب کې ترسره سوي او د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه یې په نښه کړي دي.

خو په مقابل کې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې د پاکستان پوځ د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د ملکي وګړو کورونه او مذهبي ځایونه بمبار کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x