افغانستان د مسکو د امنیتي غونډې د بحثونو مرکز دی

sargi shaigo

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو وویل: د افغانستان اوسنی وضعیت به د مسکو په نړیواله امنیتي غونډه کې د بحث وړ اصلي موضوعاتو څخه وي، چې ټاکل شوې ده د می په وروستیو کې د ۱۵۰ څخه زیاتو هیوادونو د استازو په ګډون سره ترسره شي.

دا غونډه به د مې له ۲۷مې څخه تر ۲۹مې پورې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شي او اصلي موخه یې د امنیتي ننګونو څېړنه او د نړیوال جنوب، نړیوال ختیځ او نورو مهمو امنیتي لوبغاړو ترمنځ د همکارۍ پراختیا ده.

شویګو ټینګار کړی چې افغانستان، د منځني ختیځ او سوریې د کړکیچونو په څیر مسلو سره، د روسیې د بهرني سیاست او ملي امنیت د لومړیتوبونو په سر کې دی.

هغه وویل: “موږ د ګاونډیو هیوادونو سره د امنیتي همکارۍ پراختیا په ځانګړې توګه د شوروي وروسته فضا کې باندې تمرکز کوو.”

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د ښځو پر کار بندیز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه ګډوډ کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه