افغانستان د اکو په سازمان کې د خپل رول د پیاوړتیا غوښتنه کړې

د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان سفارت په تهران کې ویلي چې د طالبانو سفیر د اقتصادي همکاریو له سازمان (اکو) د سرمنشي سره په لیدنه کې د دې غوښتنه کړې چې افغانستان باید په دې سازمان کې لا زیات او فعاله ونډه ولري.
افغانستان د اکو په سازمان کې د خپل رول د پیاوړتیا غوښتنه کړې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په تهران کې د طالبانو تر مدیریت لاندې افغان سفارت ویلي چې فضل محمد حقاني، د طالبانو سفیر د اکو سازمان له سرمنشي اسد مجید خان سره لیدنه او خبرې کړې دي. د سفارت د اعلان پر بنسټ، حقاني په دې لیدنه کې د اکو سازمان په پروګرامونو، ناستو او نوښتونو کې د افغانستان د رول د زیاتېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان باید په اقتصادي میکانیزمونو کې فعاله ونډه ولري.

په دې غونډه کې دواړو لوریو د افغانستان او اکو سازمان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لارې چارې ارزولې او د دې په هکله یې بحث کړی چې افغانستان څنګه کولای سي په اغېزمن او رغنده ډول د اکو په غونډو او جوړښتونو کې برخه ولري.

له بلې خوا، اسد مجید خان، د اکو سرمنشي په خپل ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د اوسنیو تعاملاتو او د افغانستان د راتلونکي احتمالي ظرفیتونو په اړه بحث کړی، هغه څه چې افغانستان د اکو د ارزښتناک غړي په توګه مطرح کوي. د طالبانو تر مدیریت لاندې سفارت په تهران کې ویلي چې ددې لیدنې موخه د افغانستان د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې د ځای پیاوړي کول او د سفارت او اکو سازمان ترمنځ د همغږۍ پراختیا وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x