د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د ورزشکارانو ډلې د اسلامي یووالی د نړیوالو ورزشي سیالیو په پای کې وکولای سول چې درې مډالونه؛ یو طلا، یو نقره او یو برونز شامل دي ترلاسه کړي. افغان ورزشکارانو د ستاینې وړ کارکردګي درلودله او د هېواد نوم یې په نړیوال ډګر کې وځلوه.
د هېواد ورزشي مسؤلین دا لاسته راوړنه د افغان ورزشکارانو د وړتیا او استعداد څرګندونه بولي او ټینګار کوي چې باید د ورزشکارانو لپاره لا زیات ملاتړ او زمینهسازي وسي، څو افغانستان وکولای سي په راتلونکو سیالیو کې هم قوي حضور ولري.



