د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، شوکت میرضیایف، د ازبکستان ولسمشر او وانګ يي، د چین د بهرنیو چارو وزیر په تاشکند کې د یوې کتنې پر مهال د دوه اړخیزو همکاریو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې او د افغانستان سره تړلو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو کې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو وزیرانو ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو لپاره اوزبکستان ته سفر کړی وو.
هغه د ازبکستان له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې وروسته تاجیکستان ته ولاړ. سره له دې چې چین او اوزبکستان د سیمې د ډېرو هېوادونو په څېر (د روسیې پرته) طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له کابل سره یې خپلې ديپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې ساتلې دي. له دې ټولو سره، چین او د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې د افراطیت د نفوذ او ترهګریزو ګواښونو څخه اندېښمن دي. د روان کال جوزا په میاشت کې، د چین، تاجیکستان، اوزبکستان، قرغیزستان، قزاقستان او ترکمنستان مشرانو د یوې ګډې اعلامیې له لارې د یوه سولهییز، باثباته، هوسا او له ترهګرۍ او نشهيي توکو پاک افغانستان څخه ملاتړ اعلان کړ. هغوی هوکړه وکړه چې د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او افراطګرۍ پر ضد ګډ او همغږي هڅې پیاوړې کړي.


