افغانستان ته یوازې په یوه ورځ کې د ۶۲۰ څخه زیاتو کورنیو راستنیدل

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د طالبانو د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیسیون په حواله راپور ورکړی چې یوازې تېره ورځ ۶۲۳ مهاجرې کورنۍ د سیمه‌ییزو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنې سوي دي.
افغانستان ته یوازې په یوه ورځ کې د ۶۲۰ څخه زیاتو کورنیو راستنیدل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د طالبانو د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیسیون په حواله د دوشنبه ورځ د قوس په۱۷مه ویلي چې یوازې په یوه ورځ کې ۶۲۳ مهاجرې کورنۍ له سیمه‌ییزو هېوادونو افغانستان ته راستنې سوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې تېره ورځ هم له ۵۰۰ څخه زیاتې نورې افغان کورنۍ هېواد ته راستنې سوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو د راستنېدو بهیر د سیمې هېوادونو، په ځانګړي توګه پاکستان د فشارونو او سختو سیاستونو په پایله کې شدت موندلی او د بشري وضعیت، لومړنیو خدماتو او د افغانستان د منلو ظرفیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x