د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون ویلي چې ۹۶۳ کډوالې کورنۍ د رسمي پولو له لارو هېواد ته ستنې سوې دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس هم د تلې په ۱۲مه، د دې کمیسیون له قوله راپور ورکړی چې ۵۸۰ کورنۍ د کندهار د سپینبولدک له لارې، ۳۱ کورنۍ د نیمروز د پل ابریشم له لارې او ۱۱۰ کورنۍ د هرات د اسلامقلعه له لارې هېواد ته ستنې سوې دي. یاد کمیسیون ټینګار کړی چې څلور ورځې مخکې هم له زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته رسېدلې وې. د سیمې له هېوادونو د کډوالو د ستنېدو څپه لا هم روانه ده او په وروستیو ورځو کې زیاته سوې ده.
- افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو څپه
د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې ۹۶۳ کډوالې کورنۍ د رسمي پولو له لارې افغانستان ته راګرځیدلې دي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=151646
۴ ساعتونه مخکی
شماره خبر 151646
منتشر شده در 1:26 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی