د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغان مهاجرینو د ایستلو په دوام کې، د طالبانو د مهاجرینو د ستونزو د حل کمېسیون ویلي چې د یکشنبې په ورځ، ۱,۴۸۰ افغان مهاجرین د تورخم او سپین بولدک سرحدي دروازو او نورو سرحدي لارو افغانستان ته داخلي سوي دي.
دغه راز، یوازې دوه ورځې مخکې نږدې دوه زره نورې کورنۍ هم هېواد ته راستانه سوي وې؛ دا پروسه د پاکستان له لوري د افغان مهاجرینو د اجباري اخراج د زیاتوالي نښه ده. همزمان، د بشري حقونو ادارو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو د مهاجرینو د سختو ژمنیو شرایطو او د اړینو بنسټیزو زیربناوو د نشتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.



