د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر – یوناما دا اعلان کړی دی چي دې خپل خدمات هغو کډوالو ته پراخ کړي چې افغانستان ته راستانه شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت نن په یوه ویډیويي راپور کې اعلان وکړ چي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره یې د خپل ماموریت په لړ کې د هېواد په دننه او پولو کې خپل فعالیتونه پیاوړي کړي دي. د دغه خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ کارکوونکي، چې د ایران او افغانستان په پولو کې ځای پر ځای شوي، افغانستان ته راستانه شویو کډوالو ته د نغدي مرستو او پوهاوي په څېر خدمات وړاندې کوي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=114087
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 114087
منتشر شده در 11:39 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email