افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي

په داسې حال کې چې د افغان کډوالو د پراخ ایستلو لړۍ روانه ده، د کډوالۍ چارو کارپوهانو خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د بېرته راګرځېدونکو لپاره ورکړل سوې بشري مرستې ناکافي دي، او د ژمي په فصل کې د دغه بهیر دوام، د دغو کسانو د ژوند او کرامت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، هم‌مهاله له دې سره چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د پراخ ایستلو لړۍ روانه ده، د کډوالۍ چارو کارپوه محمدخان طالبي خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې بسنه نه کوي او دا وضعیت د بشر حقونو ښکاره نقض دی.

ښاغلي طالبي له معمار خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، د کوربه هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان، باید د کډوالو د ایستلو پر سیاستونو بیاکتنه وکړي.
د هغه په وینا، په داسې شرایطو کې چې فقر، بې‌روزګاري او بې‌ثباتي په افغانستان کې زیاته سوی، د زرګونو افغان کډوالو بېرته راګرځول نه یوازې غیر انساني، بلکې د بشري کرامت پر ضد عمل دی.

نوموړي څرګنده کړې: «هغه بشري مرستې چې دا مهال بېرته ستنېدونکو ته ورکول کېږي، د هغوی د لومړنیو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي. باید د کورني استوګن‌ځای، او اوږدمهال ملاتړ لپاره همغږي سوې برنامې رامنځته سی .

طالبي همداراز ویلي، چې د پراخ معکوس مهاجرت بهیر، د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات د نه شتون نښه ده، او د دې حالت دوام په ژمي کې له جدي بشري خطرونو سره مل دی.

نوموړي د ژمي په موسم کې د کډوالو د اخراج د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې نړیوالې مرستې باید په عادلانه او مؤثر ډول اړمنو ته ورسېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راګرځي، حال دا چې د هېواد دننه د دې لوی شمېر خلکو د منلو لپاره بنسټیز امکانات او زیربناوې خورا محدودې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x