د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۷ د آسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په دوام کې، په یوه برخلیک ټاکونکې او حیثیتي لوبه کې له پاکستان سره مخ سي. دا سیالي به د افغانستان په وخت د ماښام په ۸:۳۰ بجو د کویټ په الصباحالسالم لوبغالي کې ترسره سي. په لومړۍ لوبه کې چې تېره اوونۍ په اسلامآباد کې ترسره سوه، دواړو ټیمونو بې له ګول وهلو لوبه پای ته ورسوله؛ هغه نتیجه چې دواړه ټیمونه یې په جدول کې په حساسو او نازکو شرایطو کې پرېښي دي. د افغانستان او پاکستان دواړه ټیمونه تر اوسه له دریو لوبو یوازې یو یو امتیاز لري او راتلونکي پړاو ته د تګ هیلې ساتلو لپاره اړ دي چې دا لوبه وګټي. د دواړو ټیمونو لومړۍ لوبه له ځینو حاشیو هم ډکه وه؛ په ځانګړي ډول د افغانستان د لوبغاړو د ویزې په صادرېدو کې ځنډ، چې له امله یې د ټیم ډېری غړي د لوبې په هماغه ورځ اسلامآباد ته ورسېدل. سره له دغو ننګونو، د افغانستان لوبغاړو وکولای سول په منظمه او قوي کارکردګۍ سره د ماتې مخه ونیسي.
- د افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د سهشنبې په ورځ، د میزان په ۲۲مه، د ۲۰۲۷ د آسیا ملتونو جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې په کویټ ښار کې له پاکستان سره لوبه وکړي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=153633
۵ ساعتونه مخکی
شماره خبر 153633
منتشر شده در 1:44 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی