افغانستان او قزاقستان پر دې ټینګار وکړ چې د تورغندي–هرات او هرات–قندهار ریل پټلۍ د پروژو عملي کار پیل سي

د طالبانو د عامه فوایدو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د تورغندي–هرات او هرات–قندهار ریل پټلۍ د پروژو د عملي کار پیل او د منطقې په نښلولو کې د افغانستان د رول د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار سوی دی.
افغانستان او قزاقستان پر دې ټینګار وکړ چې د تورغندي–هرات او هرات–قندهار ریل پټلۍ د پروژو عملي کار پیل سي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د عامه فوایدو وزارت د ریل پټلۍ مرستیال د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي سره په کابل کې ولیدل، او دواړو لوریو د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي آسیا نښلول او د تورغندي–هرات او هرات–قندهار ریل پټلۍ د پروژو د عملي کار پیل د بحث موضوع وګرځوله.

د طالبانو د عامه فوایدو وزارت، سه شنبه د قوس ۱۸مه په یوې خبرپاڼې کې ویلی چې، محمد اسحاق صاحب‌زاده، ددې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال، د پرکین توکوموف سره ولیدل چې په اقتصادي او بشردوستانه چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازی دی، او د تورغندی-هرات او هرات-کندهار ریل پټلۍ پروژې د مقدماتي کار پیل په دستور کې شاملې سوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو لوریو د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو، د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي آسیا د هیوادونو نښلول، او د تورغندي–هرات او هرات–قندهار ریل پټلۍ د عملي کار د پیل په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې مخکې د ریل پټلۍ د پانګونې لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تفاهم‌لیک له قزاقستان سره لاسلیک سوی او اوس د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونه د دې پروژې د چوکاټ پر توافق‌نامه خبرې کوي. د دې توافق‌نامې له لاسلیک وروسته به د پروژې عملي کار پیل سي.

همدا رنګه، په خبرپاڼه کې راغلي چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو د ترانسپورت او ریل پټلۍ د وزیرانو او مرستیالانو ترمنځ غونډه جوړه سي ترڅو د تورغندي–هرات او هرات–قندهار ریل پټلۍ د لارې د پیل او تطبیق په اړه خبرې او پرېکړې وسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x