افغانستان او سوریه؛ برخلیک ټاکونکې سیالي د آسیا ملتونو جام په لومړنۍ سیالیو کې

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلن ملی ټیم نن چهارشنبه (۵ د قوس) د آسیا ملتونو جام د لومړنیو سیالیو په چوکاټ کې، د یوې حساسې او برخلیک ټاکونکې لوبې لپاره د سوریې ملي ټیم سره مخ کیږي.
افغانستان او سوریه؛ برخلیک ټاکونکې سیالي د آسیا ملتونو جام په لومړنۍ سیالیو کې

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلن ملی ټیم نن چهارشنبه (۵ د قوس) د آسیا ملتونو جام د لومړنیو سیالیو په چوکاټ کې، د یوې حساسې او برخلیک ټاکونکې لوبې لپاره د سوریې ملي ټیم سره مخ کیږي. د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلن ملي ټیم نن په دویمه لوبه کې د سوریې پر وړاندې ۵:۰۰ بجې د کابل پر وخت لوبه پیلوي.

افغانستان د دې سیالیو په «G» ګروپ کې دی، چې پکې ځواکمن ټیمونه لکه عمان، نیپال، سوریه او میانمار شامل دي. افغانستان په لومړۍ لوبه کې د شنبه په ورځ ۲۲ د نومبر د میانمار پر وړاندې د ۳-۱ ماتې وخوړه. تر اوسه میانمار د ۶ امتیازونو سره د G ګروپ په سر کې دی، عمان او سوریه هر یو د ۳ امتیازونو سره په دویم او درېیم ځای کې ځای لري.

دا سیالۍ د آسیا د بنسټیزو ټیمونو لپاره ښه فرصت دی چې خپلې وړتیاوې او قابلیتونه د وروستۍ مرحلې لپاره وښيي. د افغانستان ځوان لوبغاړي د دې حساسې لوبې لپاره له ډېرې هڅې سره چمتو سوي دي، او د دې لوبې نتیجه کولی سي د ۱۷ کلنو ملي ټیم د ګروپي مرحلې د پرمختګ په برخلیک کې مهمه ونډه ولري.

ورزشي کارپوهان وایي، د افغانستان بنسټیزو ټیمونو په نړیوالو سیالیو کې ګډون، سره له دې چې له جوړښتي ستونزو سره مخ دي، د ځوانو لوبغاړو د تجربې او پرمختګ لپاره مهم ګام دی. د هیواد د فوټبال مینه‌وال د ملي ټیم د ځوانانو د ځلیدو او ددې حساسې لوبې د غوره پایلې په هیله انتظار باسي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x