افغانستان او روسيې د سوداګريزو او پانګونو په اړه خبرې وکړې

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي؛ په دې کتنه کې نورالدين عزيزي څرګنده کړه،  چې په افغانستان کې  په وروستيو بدلونونو سره سراسري امنيت تامين او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي او پانګونې د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره  فرصتونه برابر شوي دي.

هغه دغه راز له روسي پانګه والو وغوښتل چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.

په همدې حال کې د روسيې د سوداګرۍ او صنايعو خونو مسوولينو ويلي چې دغه خونه د روسيې په ګوټ ګوټ کې د خپلو ١٨٠ نمايندګيو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختيا هرکلى کوي.

له بله پلوه عزيزي  افغان سوداګرو ته د ويزې د ستونزو، د ګډې خونې د جوړولو، د سودا ګريزو اړيکود نندارتونو او کنفرانسونو د جوړولو، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د روسي پانګه والو د هڅونې او د روسيي فدراسيون او افغانستان ترمنځ د تجارتي معاملو د پيسو د لېږدونې يادونه وکړه چې د دغې خونې د مسوولينو له خوا يې هرکلى وشو.

د يادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي په دې وروستيو وختو کې د يو جګپوړي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي اړيکو د ټينګښت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي حجم د زياتوالي په اړه د روسيي فدراتيف له مقاماتو سره د خبرو لپاره مسکو ته سفر کړى دى.

بیشتر بخوانید:  اروپايي ټولنه: د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او نړیوالو مسوولیتونو مراعاتول شرط دی

ټاکل شوې ده دغه پلاوى د روسيي له مسوولينو سره د غنمو، اوړو، غوړيو، نفتي توکو او د اوبلن ګازو د سترو قراردادونو د لاسليک کولو په اړه خبرې وکړي چې دغه هېواد وکولاى شي د اړتيا وړ لومړني توکي په مناسبه بيه د افغانستان پر خلکو وپلوري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x