د معمار پرس د خبر له مخې؛ افغانستان او ایران د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ د یو تفاهم لیک په لاسلیکولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغه سکتور د ودې لپاره نوې زمینې برابرې کړې. د افغانستان د کرنې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تفاهم لیک د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو د اسانتیا او د کرنې په سکتور کې د پانګونې د زمینې برابرولو په هدف لاسلیک شو. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د دغه تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل: دغه تفاهم لیک په افغانستان کې د کرنې د ودې لپاره نوي فرصتونه برابروي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6688
۱ کال پیش
شماره خبر 6688
منتشر شده در ۱۲:۴۵ - عقرب ۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email