افغانان په تېر کال کې په اروپا کې د ناقانونه کډوالو تر ټولو لویه ډله وه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) راپور ورکړی چې افغانان په ۲۰۲۴ کال کې اروپا ته د ناقانونه کډوالو تر ټولو لویه ډله وه، چې په عمده توګه په افغانستان کې د جګړې او ناامنۍ له امله وه.
افغانان په تېر کال کې په اروپا کې د ناقانونه کډوالو تر ټولو لویه ډله وه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د تحلیلي راپور له مخې چې پرون (جمعه، د اسد ۳مه) د ملګرو ملتونو د مرستې په ویب پاڼه کې خپور شو، په ۲۰۲۴ کال کې د ځمکې یا سمندر له لارې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو ۴۲ سلنه افغانان وو.

ښځې ۲۸ سلنه او ماشومان ۴۱ سلنه جوړوي، چې د دې کډوالو د زیان منونکو ډلو د پام وړ شتون په ګوته کوي.

راپور ښیي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، اروپا ته د افغانانو مهاجرت په چټکۍ سره زیات شو، او د دې کډوالو ۸۸ سلنه یې د دوی د مهاجرت اصلي لامل جګړه او تاوتریخوالی یاد کړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه