اعتراض کوونکي به د چمن – سپین بولدک پوله بنده کړي

اعتراض کوونکي به د چمن – سپین بولدک پوله بنده کړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ جنجالي پولې ته څېرمه اعتراض کوونکو چې له یوې میاشتې راهیسې په قبایلي سیمو کې د ټرانزیټ لپاره د ویزې د تګلارې د پلي کېدو په اعتراض کې روان دي، خبرداری ورکړی چې د چمن – سپین بولدک پوله به د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړي. دا اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د پاکستان موقت حکومت په یو اړخیزه پریکړه لیک کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره په پولو کې یې د ویزې د تایید سیستم جوړ کړی څو پاکستان ته د افغانانو د غیر قانوني ننوتلو مخه ونیسي او له دې وروسته به یوازې هغه مسافر چې افغان پاسپورټ او د پاکستان ویزه ولري کولای شي د افغانستان او پاکستان تر منځ له پولې تېر شي. لاريون کوونکو د دواړو هېوادونو له سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل سوداګريز توکي له دې لارې تېر نه کړي.

بیشتر بخوانید:  له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۳۳ هندي وسله وال وژل شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x