د معمار پرس د خبر له مخې؛ اصف علي زرداري د پاکستان د ولسي جرګې او ایالتي پارلمانونو په ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند نوماند محمود خان اڅکزي ته ماتې ورکړه او د پاکستان ۱۴م ولسمشر شو. زرداري تر دې مخکې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په دغه دنده ترسره کړې وه. نوموړې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو خاوند دی. په عین حال کې، د ولسمشر د څوکۍ لپاره کاندیدان باید د پاکستان د څلورو ایالتونو د استازو د جرګې، مشرانو جرګې او محلي اسمبلۍ څخه د باور رایې ترلاسه کړي. تر دې مخکې شهباز شریف د پاکستان د صدراعظم په توګه وټاکل شو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7932
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7932
منتشر شده در ۱۰:۴۵ - حوت ۲۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email