د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ اشرف غني، د افغانستان تښتېدلی ولسمشر، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په خپور سوي پیغام کې ویلي چې هېواد د تاریخ په یوه تر ټولو حساسې مرحلې کې دی او د موجوده بحران څخه د اوښتو لپاره بیړنۍ اړتیا ده چې ملي اجماع رامنځته سي، ملي ګټې بیا تعریف سي او هر اړخیزې خبرې ترسره سي.
غني د تېرو څلورو لسیزو پرلهپسې بحرانونو ته په اشارې، د تلپاتې سولې نشتوالی، سیاسي مشروعیت، پراخ فساد، کورنۍ جګړې او د دولتي جوړښتونو سقوط د اوسني وضعیت اساسي عوامل بللي دي. هغه خبرداری ورکړی چې افغانستان اوس په یوه دوهلاری کې ولاړ دی: یا به د اصلاحي لارو چارو او هوښیارانه حللارو له لارې له بحران ووځي، او یا به نور هم د سقوط او ناامیدۍ کندې ته ښکته سي.
اشرف غني همداراز د وروستیو پېښو لکه د میلیونونو کډوالو جبري ستنېدو، ویجاړونکو زلزلو او د پاکستان وروستیو پوځي بریدونو ته په اشارې ویلي چې یادې پېښې د بحراني وضعیت د زیاتېدو لامل ګرځېدلي دي. هغه ټینګار کړی چې د هېڅ مقام او شخصي ګټې په لټه کې نه دی، خو که خلک وغواړي، چمتو دی چې د افغانستان د بیارغونې او د سیاسي – ټولنیز بنبست د پای ته رسولو په لار کې اغېزمن رول ولوبوي. اشرف غني له۱۴۰۰ کال ۲۴ اسد وروسته چې کابل سقوط وکړ، په متحده عربي اماراتو کې اوسي.




