د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخواني ولسمشر اشرف غني د جوزا په ۱۶مه، د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت یو پیغام خپور کړ، چې پکې یې د افغان کډوالو د ستونزمن وضعیت او په افغانستان کې د داخلي کړکېچونو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
په دې پیغام کې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د دې هیواد د خلکو د یووالي غوښتنه کولو سره، پخواني ولسمشر د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د کډوالو د ایستلو لپاره د لویدیځو هیوادونو پریکړه یې “دردناکه او د اندیښنې وړ” وبلله.
هغه وویل چې د لویدیځو هیوادونو، په شمول د متحده ایالاتو او اروپا، د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه “دردناکه” او “د فکري ناکرارۍ سرچینه” ده.