د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:( د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې او سوریې له وروڼو مسلمانو ولسونو سره، چې په وروستۍ سخته زلزله کې يې ګڼ ځاني او مالي زیانونه ولیدل او وروستۍ شمېرې د مرګ ژوبله مخ په لوړېدو ښيي، یو ځل بیا خپله خواخوږي څرګندوي)
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د بشري خواخوږۍ او اسلامي ورولي پر بنسټ د ترکیې له زلزله ځپلو سره د لس میلیونه (۱۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو او د سوریې له زلزله ځپلو سره د پنځه میلیونه (۵،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو مرسته اعلانوي.
د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ويلي، چې د اسلامي امارت د ژغورنې او روغتیا ټیمونه هم چمتو دي، چې د اړتیا پرمهال د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي او د خپلو ترکي او سوري زلزله ځپلو خویندو او وروڼو مرستې ته ورسېږي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې (د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې د اسلامي امارت ډیپلوماتیک ماموریت ته لارښوونه شوې، چې د خپلو امکاناتو په محدوده کې زلزله ځپلو سره له خپلو هڅو او هاند دریغ ونه کړي او په ترکیه کې له مېشتو افغانانو هم هیله کوو چې له زلزله ځپلو څخه خپلې مرستې ونه سپموي.)

- 53
- کې خپور شو 8:25 ق.ظ
- د خبر شمیره 2919
- February 8, 2023
- کې خپور شو 8:25 ق.ظ
- د خبر شمیره 2919
- February 8, 2023
- خبرونه
- تازه تازه 08:25 - February 8, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=2919
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



