اسلامي امارت په افغانستان کې د جنګي ډلو د نشتون په تړاو د جوبايډن د څرګندونو هرکلی وکړ

اسلامي امارت په افغانستان کې د جنګي ډلو د نشتون په تړاو د جوبايډن د څرګندونو هرکلی وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې (موږ د متحده ايالاتو د رئيس جمهور جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري د حقیقت درک بولو).
د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنګه ويلي، چې د امريکا د ولسمشر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور تکذيبوي، چې ګواکې په افغانستان کې تر ۲۰ډېرې جنګي ډلې شتون او فعاليت لري.
‏سرچينې زياته کړې؛ (د اسلامي امارت پاليسي دا ده، چې هېڅ چاته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي.)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند ټينګار کړی، چې په دې اړه د اسلامي امارت کړنې د امریکا په شمول د هیچا په مرسته او فرمایش نه تر سره کېږي

بیشتر بخوانید:  د سومالیا په پلازمېنه کې خونړۍ چاودنې؛ ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۳۰۰ ټپیان دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x