د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسلامي امارت د سعودي عربستان مملکت او د ايران اسلامي جمهوريت ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو بيا پيل هرکلی کوي او دا مثبت اقدام په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت پر لور مهم ګام ګڼي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه زیاته شوې، چې اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سياست په پام کې نيولو سره د سعودي او ايران ترمنځ ديپلوماتيک پرمختګ په سيمه کې د څو اړخيزو اړيکو او همکاريو غوړېدو سره مرستندوی ګڼي.
سرچینې په دې برخه کې د چين له هڅو هم مننه کړې، چې د سيمې د ثبات لپاره يې د سعودي او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی دی.