اسلام‌آباد د مهاجرینو په اړه د طالبانو د خبرو غوښتنه رد کړې

پاکستان د طالبانو د هغه هیئت غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې د افغان مهاجرینو د ایستلو د بهیر د درولو یا کمولو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړي.
اسلام‌آباد د مهاجرینو په اړه د طالبانو د خبرو غوښتنه رد کړې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو یو چارواکی په اسلام‌آباد کې د افغانستان په سفارت کې تایید کړې چې د دې سفارت له لوري د پاکستان له چارواکو سره د اجباري شړلو په اړه د بحث غوښتنه، د پاکستان د حکومت له لوري رد سوې ده. د ده په وینا، طالبانو هڅه وکړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړي ترڅو د شړلو شدت کم سي؛ خو پاکستان د دې پرېکړې د درولو یا بیاکتنې هېڅ نښه نه ده ښودلې.

په همدې حال کې، د طالبانو سرقنسول د پاکستان په موقتي کمپونو کې د افغان مهاجرینو حالت «ډېر اندېښمنونکی» بللی او ویلي یې دي چې ډېر شمېر ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري په سختو شرایطو کې ژوند تېروي. پاکستان د روان کال د عقرب میاشتې له پیله هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري په جبري ډول شړل پیل کړي او تر اوسه سلګونه زره کسان له خپلې خاورې ایستلي دي. د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې ډېری دغه شړل سوي کسان له ستنېدو وروسته په افغانستان کې له ګواښونو، فقر او بې‌سرپناهۍ سره مخ کېږي. سره له دې چې کورني او نړیوال غبرګونونه زیات سوي، پاکستان بیا هم اعلان کړی چې د شړلو دغه لړۍ نه دروي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x