استرالیا: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی بې‌ساری او سیستماتیک دی

امنډا مک‌ګرگور، د استرالیا ځانګړې استازې د افغانستان لپاره، په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې په هېڅ هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دومره ریښه‌دار، سیستماتیک او پراخ نه دی لکه په افغانستان کې.
استرالیا: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی بې‌ساری او سیستماتیک دی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې نړیوال ۱۶ ورځنی کمپاین سره هم مهاله، امنډا مک‌ګرگور د افغانستان لپاره د استرالیا ځانګړې استازی، د افغانستان د ښځو وضعیت ته په کتو ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې کړی چې په هېڅ هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دومره ریښه‌دار، سیستماتیک او پراخ نه دی لکه په افغانستان کې.

هغې وویل چې ښځې په افغانستان کې له ټولو عامه ساحو په عملي توګه لرې سوي دي او د هغوی اساسي حقوق، لکه زده‌کړه، کار، د تګ راتګ آزادي او ټولنیز ګډون، په پراخه او سیستماتیکه توګه تر پښو لاندې کېږي. د استرالیا ځانګړې استازې دغه وضعیت بې‌ساری بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو سیستماتیک ځپلو په وړاندې چپ پاتې نسي او د هغوی د حقوقو د دفاع لپاره عملي اقدامات وکړي. هغې په پای کې وویل چې ۱۶ ورځنۍ کمپاین باید یوازې سمبولیک نه وي. د افغانستان ښځې تر هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې ملاتړ، پام او غږ ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x