استرالیا د بشري حقونو د سرغړونو له امله طالبان تر بندیز لاندې راوستل

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د طالبانو لخوا د ښځو، انجونو او قومي لږکیو په ځپلو د هغوی د ځواب ویلو لپاره یو خپلواک تحریمي چوکاټ په خپل ملي قانون کې ځای پر ځای کړی او لږ تر لږه ۱۴۰ تنه او له طالبانو سره تړلي بنسټونه یې هدف ګرځولي دي.
استرالیا د بشري حقونو د سرغړونو له امله طالبان تر بندیز لاندې راوستل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، استرالیا وايي چې د ښځو او انجونو د ځپلو له امله یې د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د بندیزونو یو خپلواک میکانیزم رامنځته کړی چې په هغه کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه او ادارې شاملې دي. استرالیا لومړنی هېواد دی چې دغسې خپلواک چوکاټ د خپل ملي قانون برخه ګرځوي.

د استرالیا حکومت د شنبې په ورځ (۱۵ د قوس)، څلورو طالب چارواکو ته د بشري حقونو د خراب وضعیت په ځانګړي توګه د ښځو او انجونو د حقونو د نقض له امله د مالي بندیز او د سفر د منع امر صادر کړی دی.

پېني وانګ، د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه طالب چارواکي د ښځو او انجونو په ځپلو، او همدارنګه د ښه حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت په کمزوري کولو کې لاس لري.
هغې ټینګار کړی چې استرالیا د طالبانو دا کړنې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ښکاره ډول په ټکر کڼي.

د رویټرز خبري آژانس په راپور کې ویل سوي چې دا بندیزونه به د یادو کسانو شتمنۍ په استرالیا کې کنګل کړي او هغوی ته به د استرالیا خاورې ته د ورتګ اجازه ورنه کړي.

استرالیا په اګست ۲۰۲۱ کې، له امریکا سره په یو وخت، خپل پوځیان له افغانستان څخه وایستل. دا هېواد د ناټو د نړیوالو ځواکونو غړی وو او په تېرو دوو لسیزو کې یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه او د طالبانو پر ضد په جګړې کې مهم رول درلود.

د استرالیا دا نوي بندیزونه په داسې وخت کې لګېږي چې نړیوالې ټولنې څو ځله د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو، کار او بنسټیزو ازادیو د سختو محدودیتونو په اړه خبرداری ورکړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x