استرالیا د افغانستان د سفیر اعتبارلیک نه تمدیدوي

د استرالیا رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت، وحیدالله ویسي، په کانبرا کې د افغانستان سفیر، خبر کړی چې د هغه ډيپلوماتیک اعتبارلیک به له فبروري وروسته تمدید نه سي.
استرالیا د افغانستان د سفیر اعتبارلیک نه تمدیدوي

د استرالیا رسنیو د راپور پر بنسټ، ددغه هیواد حکومت وحیدالله ویسي په کانبرا کې د افغانستان سفیر، ته ویلي چې د هغه ډيپلوماتي مأموریت به د فبرورۍ میاشتې په پای کې ختم سي. همدارنګه د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان سفارت به طالبانو ته ونه سپاري. د «دی استرالین» ورځپاڼې په لیکنه، له دې پرېکړې سره به زرګونه افغان مهاجر چې د پاسپورټ، ویزې، نکاح خط، د هویت تثبیت او نورو رسمي اسنادو لپاره د سفارت خدماتو ته اړتیا لري، له جدي ستونزو سره مخ سي.

وحیدالله ویسي چې د طالبانو کلک مخالف پاتې سوی، د جمهوریت له سقوط وروسته له طالبانو سره همکاري ونه کړه او اوس ورته رسمي مکتوب رسېدلی چې ډيپلوماتیک اعتبارلیک به یې د فبرورۍ وروسته ونه پېژندل سي. دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې استرالیا له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښځو د پراخو بشري حقونو د نقض په تور یې د طالبانو د مشرتابه د محاکمې غوښتنه د هاګ نړیوالې محکمې ته کړې وه. محمود صیقل، د افغانستان پخواني استازي په ملګرو ملتونو کې، خبرداری ورکړی چې د سفارت تړل کېدل به د طالبانو لپاره «بریا» تعبیر سي او دا به وښيي چې استرالیا د طالبانو د غوښتنو په لور روانه ده.

سره له دې چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته رسمي دولتي حسابونه تړل سوي وو، په کانبرا کې د افغانستان سفارت د لږ شمېر کارکوونکو په وسیله د افغان مهاجرینو لپاره د قونسلي چارو محدود خدمات روان ساتلي دي. بل‌خوا طالبانو تازه اعلان کړی چې د ۱۴ هېوادونو په سفارتونو او قونسلي چارو کې د اسنادو صادرول نه پېژني چې په دې کې استرالیا، بریتانیا، ناروې او کاناډا هم شامل دي.

له دې اعلان وروسته بریتانیا سفارت وتړه او آلمان او ناروې د افغان کډوالو د ستنېدو په بدل کې د طالبانو استازي ومنل. خو د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان سفارت ته د تړلو رسمي امر نه دی ورکړل سوی او دغه هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني، خو خبرداری ورکوي چې د سفارت له لوري صادر سوي اسناد ممکن د نړیوالو سفرونو پر مهال قانوني ستونزې رامنځته کړي، ځکه ځینو هېوادونو هغو کسانو ته چې دغه اسناد لري، افغانستان ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.

د وزارت ویاند ویلي: «د افغانستان سفارت په کانبرا کې لا هم فعال دی او موږ له سفیر ویسي سره همکاري ارزښتمنه بولو، خو دا څرګنده ده چې اوسنۍ وضعیت د اوږدې مودې لپاره د دوام وړ نه دی.» هغه زیاته کړې: «استرالیا طالبان د افغانستان د خلکو مشروع استازي نه پېژني او د طالبانو ګمارل سوی ډيپلومات نه مني. زموږ دولت به له هغو افغانانو سره چې د سفر اسنادو، ویزې یا تابعیت اړوند مرستو ته اړتیا لري، همکاری ته دوام ورکړي.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x