د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د استرالیا حکومت په یوه رسمي اعلامیه کې افغانستان یو «ډېر ناامن هېواد» بللی او خپلو اتباعو ته یې ویلي چې حتی د ظاهراً معتبر سیاحتي شرکتونو له لارې دې هم دې هېواد ته سفر نه کوي. په اعلامیه کې ویل سوي دي: « د سیاحت هیڅ ډول لپاره افغانستان ته د سفر پلان مه جوړوئ، حتی که د بااعتباره تنظیموونکو له لورې وړاندیز هم وسي.
په وروستیو میاشتو کې یو شمېر لوېدیځ وګړي، چې پکښې استرالیایي کسان هم شامل دي، د سیاحتي سفرونو پر مهال په افغانستان کې د ډزو هدف ګرځېدلي، ټپیان سوي یا وژل سوي دي.» په راپور کې د افغانستان امنیتي وضعیت «ډېر خطرناک او نه وړاندوینه کېدونکی» بلل سوی او زیاتوي چې د ترهګریزو بریدونو، برمتهکولو او بېاساسه نیونو خطر لا هم لوړ دی.
همدارنګه ویل سوي چې وسلهوالې نښتې ښایي پرته له خبرتیا زیاتې سي، د هوایي ډګرونو یا پولو تړل کېدل هم ممکن دي، او دا حالت بهرني سیلانیان په هېواد کې بند پاتې کولی سي. دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو (۲۰۲۱) وروسته، افغانستان ته سیاحت زیات سوی دی.
په ۲۰۲۱ کال کې یوازې شاوخوا ۷۰۰ سیلانیان افغانستان ته تللي وو، خو دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې تر ۹۰۰۰ کسانو پورې رسېدلی دی. سره له دې، د استرالیا چارواکو ټینګار کړی چې د دوی حکومت په کابل کې سفارت نه لري او د دې له امله یې د قونسلګرۍ، پاسپورټ یا ډیپلوماتیک ملاتړ وړاندې کولو توان ډېر محدود دی. په پای کې په دې اعلامیه کې راغلي: «که څوک د دې خبرداري له پامه غورځولو سره افغانستان ته سفر وکړي، د خپل امنیت پوره مسؤلیت به پخپله پر غاړه ولري. د استرالیا حکومت نه سي کولای د دوی د خوندیتوب یا بېرته ستنېدو ضمانت وکړي.




