د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د افغانستان په ښووځیو کې د کالپای ازموینې له پیل سره، د بېلابېلو ولایتونو د شپږم ټولګي انجونې وايي چې د کال پای د خوشحالۍ پر ځای، د وېرې او ناهیلۍ احساس لري. دوی اندېښنه لري چې له لومړني دورې وروسته به اجازه ور نهکړل سي چې زدهکړې ته ادامه ورکړي.
د هېواد په ګڼو سیمو کې د شپږم ټولګي انجونې وايي چې د زدهکړو د بندېدو احتمال ورته د «ساه بندېدو» په څېر دی. یوه زدهکوونکې په کابل کې وايي: «پوهیږم، له شپږم ټولګي وروسته مکتب ته تلل ناشوني دي. نه پوهېږم باید څه وکړم.» په ډېرو ولایتونو کې طالبانو انجونو ته له شپږم ټولګي وروسته د زدهکړو اجازه نهده ورکړې.
دا محدودیت درې کاله پرلهپسې روان دی او کورني او نړیوالې هڅې تر اوسه بېپایلې پاتې سوې دي. ښوونکي هم د انجونو د روحي وضعیت په اړه اندېښنه لري. د بلخ یوه ښوونکې وايي: «دا انجونې له اوښکو ډکې ازموینې ورکوي. دوی پوهېږي چې ښايي دا د دوی د مکتب وروستۍ ورځې وي.» د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې له یو میلیون ډېرې انجونې د منځنۍ او لوړو زدهکړو له حقه محرومې دي، او دا وضعیت د راتلونکي نسل د بېسواده او بېمهارته کېدو خطر زیاتوي. په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالانو او د ماشومانو د حقونو مدافع ډلو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د دې تبعیضي پالیسیو د پای ته رسولو لپاره لا ډېر هدفمند فشارونه وارد کړي.


