د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د جاپان په توکیو ښار کې د «منځنۍ اسیا – جاپان» په لومړۍ غونډه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د ټولې سیمې د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
د اوزبیکستان ولسمشر وویل چې په افغانستان کې ثبات نه یوازې د دې هېواد د خلکو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره هم بنسټیز اهمیت لري.
هغه زیاته کړه: «د سیمې د هېوادونو او جاپان ترمنځ ګډه همکاري کولای سي د بشري وضعیت په ښه کېدو، اقتصادي بیارغونې او د افغانستان د خلکو لپاره د ښه ژوند د برابرولو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.»
د اوزبیکستان ولسمشر ټینګار وکړ چې افغانستان د منځنۍ اسیا د سیمې یوه برخه ده او اړتیا لري چې نړیواله ټولنه ورته جدي پاملرنه او ملاتړ وکړي، څو له امنیتي او بشري بحرانونو ووځي.
دا دریځ په داسې حال کې څرګندېږي چې اوزبیکستان له هغو هېوادونو څخه دی چې تل یې له افغانستان سره د رغنده تعامل او د خپلو جنوبي پولو د ثبات غوښتنه کړې ده.



