ازبکستان له افغانستان سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو تړون لاسلیک کړ

ازبکستان له افغانستان سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو تړون لاسلیک کړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د یوې مثبتې نښې په توګه له افغان سوداګرو سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو تړونونه لاسلیک کړل. دغه هوکړه ليکونه چې تاشکند ته د افغان سوداګرو د پلاوي د درې ورځني سفر په ترڅ کې لاسليک شول، له ازبکستان څخه افغانستان ته د کرنيزو محصولاتو، پروسس شويو خوراکي توکو، ټوکر، چرم، برېښنايي پرزو او ساختماني توکو د صادراتو د زياتوالي بنسټ جوړوي. سربیره پردې، تاشکند او کابل په پام کې لري چې د ازبکستان-افغانستان د سوداګرۍ شورا جوړه کړي چې په غړو کې به یې ۱۸ افغان شرکتونه شامل وي. دا شورا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتیا لپاره د یوه رسمي پلیټ فارم په توګه کار وکړي.

بیشتر بخوانید:  د 3 زره افغان اتباعو وضعیت نازک دی چې د انګریزانو همکاران وو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x